Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 2 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 2 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ ۖ وَلَا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ 2
ترجمه:
هغه ښځه چې زنا يې كړي وي او هغه سړى چې زنا يې كړي وي، نو تاسو (اى قاضیانو او حاكمانو) په دغو دواړو كې هر یو سل دُرې ووهئ او تاسو دې د الله په دین كې (په حكم نافذولو كې) په دغو باندې زړه سوى ونه نیسي، كه یئ تاسو چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ او د دې دواړو سزا ته دې د مومنانو یوه ډله حاضره وي النور ۲۴:۲
تفسیر:
نا واده شوې زناکاره ښځه او ناواده شوی زنا کار سړی هر يو له هغوی دواړو سل درې ووهئ، د هغوی دواړو په اړه دې نرمي او زړه سوی تاسو نه نيسي چې پر هغوی حد پلی نه کړای شئ يا پکې کموالی راولئ، که چېرې تاسو پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لرئ او پر هغوی د حد پلي کولو لپاره دې يوه ډله مومنان هم حاضر شي تر څو ښه مشهور شي، د هغوی او نورو لپاره مخنيوی شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 1 راتلونکې النور • آیت 3