Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 52 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 52 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ 52
ترجمه:
او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي او له الله نه ووېرېږي او د هغه تقوىٰ اختیار كړي، نو همدغه خلق برى موندونكي دي النور ۲۴:۵۲
تفسیر:
او څوک چې د الله او د هغه د رسول پيروي وکړي، د هغوی دواړو حکم ته غاړه کېږدي او د ګناهونو له پايلي وډار شي او د الله له سزا د هغه د اوامرو په منلو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو ځان وساتي، يوازې همدوی د دنيا او آخرت په ښېګڼو بريالي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 51 راتلونکې النور • آیت 53