Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 53 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 53 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِنْ أَمَرْتَهُمْ لَيَخْرُجُنَّ ۖ قُلْ لَا تُقْسِمُوا ۖ طَاعَةٌ مَعْرُوفَةٌ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ 53
ترجمه:
او دوى په الله قسمونه وخوړل، سخت پاخه قسمونه: خامخا كه ته دوى ته (جهاد ته د وتلو) امر وكړې (نو) دوى به خامخا ضرور وځي، ته (دوى ته) ووایه: تاسو (د دروغو) قسمونه مه خورئ، (له تاسو مطلوب) نېك طاعت دى، بېشكه الله ښه خبردار دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ النور ۲۴:۵۳
تفسیر:
د منافقانو چې څومره له وسه وو همدومره ټينکې لوړې يې وکړې: چې که ته هغوی ته جهاد ته د وتلو امر وکړې، هغوی به هرومرو ووځي، ورته ووايه ای رسوله!: لوړې مه کوئ ستاسو درواغ مشهور دي او ستاسو له خپل ګومان سره سمه پيروۍ هم مشهوره ده، الله پر هغه څه ښه خبر دی چې کوئ يې، له هغه ستاسو له اعمالو هيڅ هم پټ نه دي، څومره يې چې تاسو پټ کړئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 52 راتلونکې النور • آیت 54