Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 58 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 58 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنْكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنْكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ ۚ مِنْ قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُمْ مِنَ الظَّهِيرَةِ وَمِنْ بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاءِ ۚ ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَكُمْ ۚ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ ۚ طَوَّافُونَ عَلَيْكُمْ بَعْضُكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ 58
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له تاسو نه دې هغه كسان چې تاسو يې مالكان يئ او هغه كسان چې له تاسو (ازادو) نه بلوغ ته نه دي رسېدلي، درې ځلې دې اجازت غواړي له سبا د لمانځه نه مخكې او كله چې تاسو په غرمه كې جامې وباسئ او د ماسختن له لمانځه نه پس۔، تاسو لپاره درې د پردې وختونه دي۔، د دغو (وختونو) نه غیر نه په تاسو ګناه شته او نه پر هغوى باندې، (دوى) ډېر ګرځېدونكي دي پر تاسو باندې، ستاسو ځینې په ځینو نورو باندې۔، همداسې الله تاسو ته ایتونه بیانوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى النور ۲۴:۵۸
تفسیر:
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، ستاسو مرېيان، مينځې او هغه آزاد ماشومان چې د بلوغ عمر ته نه وي رسيدلي په دريو وختونو کې دې درڅخه اجازه وغواړي، د سهار له لمانځه مخکې کله چې د خوب جامې د بيدارۍ په جامو بدلوئ، د غرمې پر مهال کله چې د غرمې خوب لپاره جامې وباسئ او د ماخوستن له لمانځه وروسته، ځکه هغه ستاسو د خوب، د بيدارۍ د جامو اېستلو او خوب د جامو اغوستلو وخت دی، دغه درې وختونه ستاسو لپاره د پټولو دي چې هيڅوک به پرته له اجازې نه درننوځي، له دغو وختونو پرته په نورو کې نه پرتاسې کومه ګناه شته او نه پر هغوی چې پر تاسو دې در ننوځي، ځکه هغوی پرتاسو ډېر ګرځېدونکي دي، ستاسې ځينې پر ځينو ګرځي؛ نو په ټولو وختونو کې له ننوتلو را ګرځول ستونزمن وي، مګر په اجازه غوښتلو سره، لکه څنګه چې الله تاسو ته د اجازې غوښتلو حکمونه بيان کړل، ستاسو لپاره هغه آيتونه بيانوي چې هغو حکمونو ته لارښوونه کوي کوم يې چې ستاسو لپاره روا کړي دي، الله د خپلو بنده ګانو پر مصلحتونو ښه پوه دی او کوم حکمونه چې ورته روا کوي په هغو کې د حکمت څښتن دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 57 راتلونکې النور • آیت 59