Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 59 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 59 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنْكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ 59
ترجمه:
او كله چې ستاسو (ازاد) ماشومان بلوغ ته ورسېږي، نو دوى دې اجازت غواړي، لكه چې هغه كسان اجازت غواړي چې له دوى نه مخكې (بالغ شوي) دي، همداسې الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى النور ۲۴:۵۹
تفسیر:
او کله مو چې ماشومان د بلوغ عمر ته ورسېدل؛ نو هغوی دې د خپلو مشرانو غوندې په ټولو یاد شويو وختونو کې د ننوتلو پرمهال اجازه وغواړي، لکه څرنګه چې الله د اجازې غوښتلو حکمونه بيان کړل، همدارنګه تاسو ته خپل آيتونه بيانوي، الله د خپلو بنده ګانو پر ګټو ښه پوه دی او څه يې چې هغوی ته روا کړي په هغو کې د حکمت څښتن دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 58 راتلونکې النور • آیت 60