Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 60 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 60 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَنْ يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ ۖ وَأَنْ يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَهُنَّ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 60
ترجمه:
او ډېرې زړې (له حیض او اولاد نه) ناستې ښځې هغه چې (د بوډاوالي په وجه) د نكاح امېد نه لري، نو پر هغوى باندې څه ګناه نشته چې خپلې جامې كېږدي، په داسې حال كې چې د زینت څرګندوونكې نه وي، او دا چې دوى (له دې نه هم) ځان وساتي، د دوى لپاره ډېره غوره دي، او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى النور ۲۴:۶۰
تفسیر:
هغه بوډۍ ښځې چې د بوډا والي له امله مياشتنۍ ناروغي او حمل نه ورته راځي، هغوی چې نور د ودېدلو هيله نه لري، پر هغوی کومه ګناه نشته که ځينې جامې لکه پړونی او لوپټه کېږدي په دې شرط چې د هغې پټې ښکلا څرګندوونکې نه وي د کومې پر پټولو چې امر ورته شوی، خو که د زياتې پردې او پاک لمنۍ له امله د دغو جامو له اېښودلو هم ډډه وکړي دا به ورته غوره وي، الله ستاسو د ويناوو ښه اورېدونکی او پر کړنو مو ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او پر هغو به تاسو ته جزا درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 59 راتلونکې النور • آیت 61