Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 64 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 64 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


أَلَا إِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ قَدْ يَعْلَمُ مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ وَيَوْمَ يُرْجَعُونَ إِلَيْهِ فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ 64
ترجمه:
خبردار شئ! بېشكه خاص د الله لپاره دي هر هغه څه دي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، یقینًا هغه عالم دى په هغه حال چې تاسو په هغه یئ او په هغې ورځ (هم) چې تاسو به هغه ته بېرته بېول كېږئ، نو هغه به دوى په هغو عملونو خبر كړي چې دوى كړي دي، او الله په هر شي باندې ښه عالم دى النور ۲۴:۶۴
تفسیر:
خبردار اوسئ د پيدايښت، ملکيت او تدبير له پلوه، څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي هغه يوازې الله لره دي، ای خلکو تاسو چې په هر حال کې وئ هغه پرې پوه دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي، د قيامت په ورځ چې له مرګ وروسته په بېرته ژوندي کېدو هغه ته ورګرځي؛ نو هغوی به د دنيا پر هغو کړنو چې ترسره کړې يې دي خبر کړي، او الله پر هر څه ښه پوه دی، په آسمانونو او ځمکه کې هيڅ هم ترې پټ نه دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 63 راتلونکې الفرقان • آیت 1