Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 63 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 63 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


لَا تَجْعَلُوا دُعَاءَ الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا ۚ قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنْكُمْ لِوَاذًا ۚ فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 63
ترجمه:
تاسو په خپل مینځ كې د رسول بلنه داسې مه ګرځوئ لكه ستاسو د ځینو بلنه ځینو نورو ته۔، یقینًا الله هغه كسان پېژني چې له تاسو نه كشېږي (یو یو، دوه دوه، پټ دباندې وځي)، په داسې حال كې چې یو له بله ځان سره پناه كوي، نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي النور ۲۴:۶۳
تفسیر:
ای مؤمنانو د الله د رسول درناوی وکړئ، کله چې آواز ورکوئ، نو په نوم يې مه رابولئ، لکه اې محمده او د هغه د پلار په نوم لکه اې د عبدالله زويه! لکه څنګه چې ستاسو ځينې له ځينو سره کوي، بلکې وواياست: اې د الله رسوله! اې د الله نبي! او کله مو چې کوم عام کار ته را بولي، نو د هغه رابلل د عامو رابللو غوندې مه کوئ لکه ستاسو ځينې يې ځينو ته عادتا په کوچنيو چارو کې کوي، بلکې د هغې د را بللو منلو ته له يوبل وړاندې کېږئ، بېشکه الله پر هغو خلکو پوهيږي چې له تاسو یې ځينې پرته له اجازې پټ وځي، نو هغه کسان چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له امره سرغړونه کوي ودې ډار شي چې هغوی ته به الله کومه ستونزه او کړاو ورسوي او يا به داسې دردوونکې سزا ور ورسوي چې هغوی به يې نشي زغملای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 62 راتلونکې النور • آیت 64