Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النور — آیت 62 (پښتو) — ویډیو

النور • آیت نمبر 62 (ټولې 64 آيتونه) • پښتو


إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَىٰ أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّىٰ يَسْتَأْذِنُوهُ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ۚ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَنْ لِمَنْ شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 62
ترجمه:
بېشكه هم دا خبره ده چې مومنان خو هغه كسان دي چې په الله او د هغه په رسول يې ایمان راوړى دى۔ او كله چې دوى له هغه (رسول) سره په كوم جمع كوونكي كار (لكه، جمعه، جهاد، یا جرګه) وي، (نو پخپل سر) نه ځي، تر هغه پورې چې له هغه نه اجازت وغواړي، بېشكه هغه كسان چې له تا نه اجازت غواړي، دغه كسان دي چې په الله او د هغه په رسول ایمان لري، نو كله چې دوى له تا نه د خپلو ځینو كارونو لپاره اجازت وغواړي، نو په دوى كې چې چا ته وغواړې اجازت وركړه او د دوى لپاره له الله نه بخښنه وغواړه. بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى النور ۲۴:۶۲
تفسیر:
بې شکه په خپل ايمان کې رېښتيني مؤمنان هغه کسان دي، چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی، کله چې له نبي صلی الله عليه وسلم سره د مسلمانانو د يو ګټې په چاره کې يوځای وي؛ نو تر هغه وخته نه ترې ځي تر څو يې د تلو اجازه نه وي غوښتې، پرته له شکه هغه کسان چې د عذر پر مهال له تا څخه اجازه غواړي ای رسوله! همدوی په حقه پر الله او د هغه پر رسول باور لري؛ نو کله چې له تا څخه د خپل کوم مهم کار لپاره اجازه وغواړي، له هغوی چې دې چاته خوښه وي اجازه ورکړه، هغوی ته يې د ګناهونو بښنه غواړه، بېشکه الله له خپلو بندګانو چې څوک توبه ورته وباسي بښونکی او پر هغوی مهربان دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النور • آیت 61 راتلونکې النور • آیت 63