او دوى (كفارو) له هغه نه غیر نور داسې معبودان نیولي دي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، په داسې حال كې چې دوى پیدا كاوه شي او دوى د خپلو ځانونو لپاره نه د ضرر مالكان دي او نه د نفعې او نه د مرګ اختیار لري او نه د ژوند او نه د بیا ژوندي كولو الفرقان ۲۵:۳ ⧉
تفسیر:
مشرکانو له الله پرته نور داسې شيان معبودان ونيول، چې نه کوچنی او نه لوی څه پيداکولای شي، هغوی په خپله پيداکول کيږي، الله هغوی له نشت څخه پيداکړي دي، هغوی له ځانو د زيان مخه نشي نيولی او نه کومه ګټه ورته رسولای شي، نه ژوندی مړ کولای شي او نه مړی را ژوندی کولای شي او نه مړي له خپلو قبرونو بېرته را پاڅولی شي.