او كافران شویو خلقو وویل: نه دى دا مګر دروغ چې ده، له ځانه جوړ كړى دى او په ده باندې نورو خلقو د ده مرسته كړې ده۔، نو یقینًا دغو (كفارو) وكړ لوى ظلم او دروغ الفرقان ۲۵:۴ ⧉
تفسیر:
او هغو کسانو چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی وويل: نه دی دغه قرآن مګر داسې درواغ چې محمد له ځانه جوړ کړي؛ نو بيا يې الله ته په نسبت کولو تور لګولی، او په دغه درواغ جوړولو کې نورو خلکو مرسته ورسره کړې ده، پرته له شکه دغو کافرانو باطله وينا له ځانه جوړه کړې ده، قرآن د الله وينا ده، د انسانانو او پېريانو لپاره د هغه غوندې وينا راوړل شونې نه ده.