Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفرقان — آیت 31 (پښتو) — ویډیو

الفرقان • آیت نمبر 31 (ټولې 77 آيتونه) • پښتو


وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ ۗ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا 31
ترجمه:
او همداسې مونږ د هر نبي لپاره له مجرمانو څخه دښمنان ګرځولي وو او ستا رب ډېر كافي دى، سمه لار ښوونكى، او ښه مدد كوونكى الفرقان ۲۵:۳۱
تفسیر:
ای رسوله! لکه څنګه چې ته د خپل قوم لخوا له کړاو او له خپلې لارې د ايسارولو سره مخ شوې، همدارنګه مو له مخکېنيو انبياوو څخه د هر نبي لپاره د هغه له ګناهکار قوم څخه دښمن ګرځولی و، پالونکی دې د لارښوونکي په توګه بسنه کوي چې حق ته لارښوونه کوي او د مرستندوی په توګه بسنه کوي چې د دښمن پر خلاف دې مرسته کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفرقان • آیت 30 راتلونکې الفرقان • آیت 32