Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفرقان — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

الفرقان • آیت نمبر 32 (ټولې 77 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً ۚ كَذَٰلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤَادَكَ ۖ وَرَتَّلْنَاهُ تَرْتِيلًا 32
ترجمه:
او كافران شویو خلقو وویل: په ده باندې قرآن ټول یو كرت ولې نه نازلاوه شي؟ همداسې (لږ لږ يې نازلوو) د دې لپاره چې په ده سره مونږ ستا زړه مضبوط كړو او مونږ ښه په ارام لوستى دى دا (قرآن په تا باندې) په ارام لوستل الفرقان ۲۵:۳۲
تفسیر:
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی وايي: ولې دغه قرآن پر رسول يو ځل نازل نه کړای شو، چې بېل بېل نه وای پرې نازل کړای شوی، ای رسوله! موږ همدارنګه قرآن بېل بېل نازل کړ تر څو يې په څو څو ځلې نازلولو ستا زړه ته آرام درکړو، او همداسې لږ لږ مو نازل کړ د پوهاوي او يادولو د آسانتيا لپاره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفرقان • آیت 31 راتلونکې الفرقان • آیت 33