Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفرقان — آیت 47 (پښتو) — ویډیو

الفرقان • آیت نمبر 47 (ټولې 77 آيتونه) • پښتو


وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِبَاسًا وَالنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورًا 47
ترجمه:
او دى هماغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه لباس او خوب (سبب د) ارام ګرځولى دى او ورځ يې د ګرځېدو وخت ګرځولې ده الفرقان ۲۵:۴۷
تفسیر:
الله هغه ذات دی چې شپه يې ستاسو لپاره د جامو غوندې ګرځولې چې پکې پتېږئ او نور شيان پټوي، او همغه ذات دی چې خوب يې ستاسو لپاره آرام ګرځولی، چې له بوختياوو مو پکې آرام کوئ، او همغه ذات دی چې ورځ يې ستاسو لپاره خپلو کارونو ته د تللو وخت ګرځولې ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفرقان • آیت 46 راتلونکې الفرقان • آیت 48