او همدى هغه ذات دى چې هواګانې يې له رحمت نه مخكې زېرى وركوونكې لېږلې دي او مونږ له بره نه پاكوونكي اوبه نازلې كړې دي الفرقان ۲۵:۴۸ ⧉
تفسیر:
او همغه ذات دی چې د داسې باران چې پر بندګانو يې رحمت دی له ورولو سره زيری ورکوونکي بادونه ليږي او موږ له آسمانه د باران پاکې اوبه ورولي دي چې پر هغو خلک پاکي ترلاسه کوي.