او ته توكل وكړه په هغه تل ژوندي ذات چې نه مري او ته د هغه له ستاينې سره تسبیح بیانوه او هم الله د خپلو بنده ګانو په ګناهونو ښه كافي خبردار دى الفرقان ۲۵:۵۸ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! په ټولو چارو کې دې پر هغه تلپاتې ژوندي ذات بروسه کوه چې هيڅکله نه مري، او په ستاينه سره د هغه پاک ذات پاکي بيانوه، هغه يې د بنده ګانو پر ګناهونو د باخبره اوسېدو لپاره بسنه کوي، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او هغوی ته به پرې جزا ورکړي.