Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفرقان — آیت 59 (پښتو) — ویډیو

الفرقان • آیت نمبر 59 (ټولې 77 آيتونه) • پښتو


الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۚ الرَّحْمَٰنُ فَاسْأَلْ بِهِ خَبِيرًا 59
ترجمه:
هغه (الله) چې اسمانونه او ځمكه، او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا په عرش باندې برقرار شو، (دغه) رحمن دى، نو ته د ده په باره كې له ښه خبردار نه تپوس وكړه الفرقان ۲۵:۵۹
تفسیر:
هغه ذات چې آسمانونه، زمکه او څه چې د هغو تر منځ دي په شپږو ورځو کې پيداکړل، بيا پر عرش لوړ او اوچت شو داسې لوړوالی چې د هغه له شان سره ښايي، هغه رحمان ذات دی؛ نو ای رسوله! له يو باخبره پوښتنه وکړه چې هغه الله دی چې پر هر څه پوهيږي او هيڅ هم ترې پټ نه دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفرقان • آیت 58 راتلونکې الفرقان • آیت 60