Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفرقان — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

الفرقان • آیت نمبر 6 (ټولې 77 آيتونه) • پښتو


قُلْ أَنْزَلَهُ الَّذِي يَعْلَمُ السِّرَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ إِنَّهُ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا 6
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: دا (قرآن) هغه ذات نازل كړى دى چې عالم دى په هر پټ څیز باندې چې په اسمانونو او ځمكه كې دى، بېشكه هغه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى الفرقان ۲۵:۶
تفسیر:
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو ته ووايه: قرآن هغه الله را نازل کړی چې په آسمانونو او ځمکه کې پر هرڅه پوه دی، هغه له ځانه نه دی جوړکړل شوی لکه څنګه چې تاسو ګومان کوئ، بيا يې توبې ته په هڅولو هغوی ته وويل: بېشکه الله له خپلو بندګانو د هغه چا بښونکی دی چې توبه ورته وباسي او پر هغوی مهربان دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفرقان • آیت 5 راتلونکې الفرقان • آیت 7