او دوى وايي: دې رسول ته څه دي چې طعام خوري او په بازارونو كې ګرځي، ده ته ملايك ولې نه نازلاوه شي، بيا چې له ده سره دغه (ملايك) وېروونكي شي الفرقان ۲۵:۷ ⧉
تفسیر:
د نبي صلی الله علیه وسلم درواغ ګڼونکو مشرکانو وويل: دغه سړي لره څه دي چې ځان د الله لخوا رسول ګڼي، همداسې خوراک کوي لکه نور خلک يې چې کوي، په بازار کې د ژوند د توکو په لټه کې ګرځي او را ګرځي، ولې الله له هغه سره يوه پرېښته نه ده رالېږلې چې له هغه سره ملګرې وي چې تصديق او مرسته يې کوي.