Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفرقان — آیت 8 (پښتو) — ویډیو

الفرقان • آیت نمبر 8 (ټولې 77 آيتونه) • پښتو


أَوْ يُلْقَىٰ إِلَيْهِ كَنْزٌ أَوْ تَكُونُ لَهُ جَنَّةٌ يَأْكُلُ مِنْهَا ۚ وَقَالَ الظَّالِمُونَ إِنْ تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَسْحُورًا 8
ترجمه:
یا ده ته خزانه ولې نه غورځولى كېږي، یا ولې د ده لپاره داسې باغ نه كېږي چې دا له هغه نه خوراك كوي؟ او ظالمانو وویل: تاسو پيروي نه كوئ مګر د داسې سړي چې سحر (جادو) پرې شوى دى الفرقان ۲۵:۸
تفسیر:
او يا پر هغه له آسمانه يوه خزانه را نازله کړي وی او يا هغه لره يو بڼ وی چې مېوې يې ترې خوړلی؛ نو په بازارونو کې به له ګرځېدو او روزۍ لټولو څخه به بې غمه وی، هغو ظالمانو لا دا هم وويل: ای مؤمنانو تاسو د رسول پيروي نه کوئ، بلکې تاسو د يو داسې سړي پيروي کوئ چې عقل يې د کوډو له امله له لاسه ورکړی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفرقان • آیت 7 راتلونکې الفرقان • آیت 9