او هغه كسان دي چې كله انفاق كوي (مال لګوي نو) اسراف نه كوي او بخل هم نه كوي او د دغو (دواړو حالتونو) په مینځ كې میانه حاله وي الفرقان ۲۵:۶۷ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې کله خپل مالونه لګوي؛ نو په لګښت کې د تبذير پولې ته نه رسيږي او له ځانونو او نور خلکو چې د چا لګښت پرې لازم دی په هغو تنګي نه کوي، د هغوی لګښت د بې ځايه لګښت او بخيلۍ تر منځ په عدالت او منځلارۍ سره وي.