او هغه كسان دي چې له الله سره بل معبود نه بلي او هغه نفس چې الله حرام كړى وي؛ ناحقه نه قتلوي او زنا نه كوي او څوك چې د غه (كارونه) وكړي (نو) هغه به د خپلې ګناه له جزا سره ملاقات وكړي الفرقان ۲۵:۶۸ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې له الله پاک سره بل معبود نه رابولي، نه هغه څوک وژني چې الله يې وژل ناروا کړي، خو دا چې الله کله د قاتل يا مرتد او يا هم د واده شوي زنا کوونکي د وژلو اجازه ورکړي، او هغوی زنا نه کوي، چا چې له دغو لويو ګناهونو څخه کومه يوه وکړه د قيامت په ورځ به يې د ترسره کړې ګناه سزا سره مخ شي.