او هغه كسان دي چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ له ښځو نه او زمونږ له اولادونو نه د سترګو یخ والى راوبښه او ته مونږ د متقیانو امام وګرځوه الفرقان ۲۵:۷۴ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې د خپل پالونکي په رابللو کې وايي: ای زموږ پالونکيه! موږ ته له خپلو مېرمنو او اولادونو داسې څوک راکړه چې زموږ د سترګو يخوالی وي، د هغه د ځان ساتنې او پرحق د ټينګ درېدو له امله، او په حق کې مو د ځان ساتونکو لپاره داسې امامان وګرځوه چې زموږ پيروي وشي.