Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفرقان — آیت 75 (پښتو) — ویډیو

الفرقان • آیت نمبر 75 (ټولې 77 آيتونه) • پښتو


أُولَٰئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَامًا 75
ترجمه:
دغه كسان دي چې د صبر كولو په سبب به دوى ته د اوچتو ماڼیو بدله وركولى شي او په دې (جنت) كې به د ژوند په دعا او سلام سره د دوى استقبال كولى شي الفرقان ۲۵:۷۵
تفسیر:
دغه کسان چې پر دغو صفاتو متصف دي په لوړ فردوس جنت کې به لوړې ماڼۍ د بدلې په ډول ورکړل شي د الله پر پيروۍ د زغم کولو له امله، او پرېښتې به په دعا او سلام ويلو هر کلی ورته کوي او په جنتونو کې به له کړاوونو خوندي وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفرقان • آیت 74 راتلونکې الفرقان • آیت 76