تر هغه پورې چې كله دوى د مېږانو په دره راغلل، (نو) یوې مېږۍ وویل: اى مېږانو تاسو خپلو استوګنو ته ننوځئ، چې تاسو سلیمان او د هغه لښكرې مات او چیت پیت نه كړي، په داسې حال كې چې دوى به نه پوهېږي النمل ۲۷:۱۸ ⧉
تفسیر:
همداسې چلول کېدل تر دې چې د مېږيانو ناو ته راغلل چې د شام په سيمه کې و، يو ميږي له مېږيانو وويل: اې مېږيانو خپلو کورونو ته مو ننوځئ تر څو مو سليمان او د هغه لښکرې تباه نه کړي، حال دا چې هغوی به پرتاسو پوه هم نه وي، ځکه که هغوی پرتاسو پوه وي؛ تر پښو لاندې مو نه کوي.