Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 19 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِنْ قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَىٰ وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ 19
ترجمه:
نو دى د دې په خبره (اول) مسكى شو، چې خندا كوونكى و (ورپسې د خوشحالۍ په وجه) ويې ويل: اى زما ربه! ته ما ته الهام او توفیق راكړه چې زه ستا د هغو نعمتونو شكر وباسم چې تا په ما او زما په مور و پلار انعام (او پېرزو) كړي دي او دا چې زه داسې نېك عمل وكړم چې ته يې خوښوې، او ته ما په خپل رحمت سره په خپلو نېكو بنده ګانو كې داخل كړه النمل ۲۷:۱۹
تفسیر:
کله چې سليمان د مېږي وينا واورېده، د هغه له دغې وينا مسکی په خندا شو او خپل پالونکي ته يې په رابللو وويل: ای زما پالونکيه! ما ته توفيق راکړې او دا مې په زړه کې را واچوې چې ستا د هغه نعمت شکر وباسم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې پېرزو کړی و، او د دې توفيق راکړې چې داسې ښه کار وکړم چې ته پرې راضي شې او په خپله پېرزوينه دې ما د خپلو نېکو بندګانو په ډله کې داخل کړې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 18 راتلونکې النمل • آیت 20