ما هغه او د هغې قوم ومونده چې له الله نه غیر لمر ته سجده كوي او دوى ته شیطان خپل عملونه ښايسته كړي دي، نو دوى يې له (حقې) لارې نه منع كړي دي، نو دوى هدایت نه مومي النمل ۲۷:۲۴ ⧉
تفسیر:
دغه ښځه او د هغې قوم مې په داسې حال کې وموندل چې له الله پرته لمر ته يې سجدې کولې، او شيطان هغوی ته يې د شرک او ګناه کارونه ښايسته کړي دي؛ نو له حق لارې يې ګرځولي او هغوی حق ته لار نه مومي.