چې دوى الله ته سجده ونه كړي، هغه چې په اسمانونو او ځمكه كې پټ څیزونه راوباسي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ النمل ۲۷:۲۵ ⧉
تفسیر:
شيطان هغوی ته يې د شرک او ګناه کارونه ښايسته کړي، تر څو يوازې هغه الله ته سجدې و نه کړي کوم چې هغه باران را ښکاره کوي چې په آسمان کې یې پټ کړی دی، او هغه شينګيا چې په ځمکه کې ده، او پر هغو کارونو پوه دی چې تاسو يې پټوئ او يا يې ښکاره کوئ، له دغو هيڅ هم له هغه نشي پټېدلی.