Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 36 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 36 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا جَاءَ سُلَيْمَانَ قَالَ أَتُمِدُّونَنِ بِمَالٍ فَمَا آتَانِيَ اللَّهُ خَيْرٌ مِمَّا آتَاكُمْ بَلْ أَنْتُمْ بِهَدِيَّتِكُمْ تَفْرَحُونَ 36
ترجمه:
نو كله چې هغه (استازى) سلیمان ته راغى، (نو سلیمان ورته) وویل: ایا تاسو په مال سره زما مدد كوئ، نو هغه چې ما ته الله راكړى دى (هغه) ډېر غوره دى له هغه نه چې تاسو ته يې دركړى دى، بلكې تاسو په خپلې ډالۍ سره خوشالېږئ النمل ۲۷:۳۶
تفسیر:
کله چې د هغې استازی او له هغه سره يې مرستندويان راغلل او سليمان ته يې ډالۍ را اخېستې وې، سليمان د هغوی د ډاليو رالېږل بد وګڼل ويې ويل: آيا تاسو مې په مالونو مرسته کوئ تر څو له تاسو وګرځم، کوم نبوت، پاچايي او مال چې الله ماته راکړي هغه غوره دي له هغه څه چې تاسو ته يې درکړي، بلکې تاسو پر هغه څه خوشحالېږئ چې د دنيا لږه توښه درکول کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 35 راتلونکې النمل • آیت 37