Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 37 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 37 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


ارْجِعْ إِلَيْهِمْ فَلَنَأْتِيَنَّهُمْ بِجُنُودٍ لَا قِبَلَ لَهُمْ بِهَا وَلَنُخْرِجَنَّهُمْ مِنْهَا أَذِلَّةً وَهُمْ صَاغِرُونَ 37
ترجمه:
ته هغوى ته بېرته لاړ شه، نو مونږ به خامخا هرومرو په دوى پسې داسې لښكرې بوځو، چې په دوى كې به له هغو سره د مقابلې هېڅ طاقت نه وي او مونږ به خامخا هرومرو دوى له هغه (ښاره) وباسو، په دې حال چې چې ذلیل به وي، خوار او سپك به وي النمل ۲۷:۳۷
تفسیر:
سليمان عليه السلام، د هغې استازي ته وويل: هغه ډالۍ بېرته هغوی ته وروړه، موږ به هغې او قوم ته يې له داسې لښکرو سره ورشو، چې هغوی به يې د مقابلې توان ونه لري او هغوی به د سبا نومې سيمې څخه خوار او بې عزته وباسو وروسته له دې چې پکې عزتمن وو، که چېرې هغوی ماته غاړه اېښودونکي را نشي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 36 راتلونکې النمل • آیت 38