Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 40 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 40 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


قَالَ الَّذِي عِنْدَهُ عِلْمٌ مِنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَنْ يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ ۚ فَلَمَّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا عِنْدَهُ قَالَ هَٰذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ ۖ وَمَنْ شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ 40
ترجمه:
وویل هغه كس چې له هغه سره د كتاب علم و: زه به هغه تا ته راوړم مخكې له دې چې تا ته خپل نظر بیا راګرځي، نو كله چې يې هغه خپلې مخې ته برقرار (حاضر) ولید، ويې ويل: دا زما د رب له فضله ځنې دى، د دې لپاره چې هغه ما وازمايي چې زه شكر وباسم، یا ناشكري كوم او څوك چې شكر وباسي، نو هغه يواځې د ځان لپاره شكر وباسي او څوك چې ناشكري كوي، نو بېشكه زما رب ډېر بې پروا، ډېر كرم كوونكى دى النمل ۲۷:۴۰
تفسیر:
له سليمان سره موجود يو نېک پوه سړي وويل: چې له هغه سره د کتاب پوهه هم وه، او ترڅنګ يې د الله لوی هغه نوم هم و چې د هغه په مرسته څوک دعا وغواړي؛ نو قبليږي: زه د هغې تخت درته راوړم مخکې ستا د سترګو تر رپ، داسې چې الله ته به دعا وکړم؛ نو هغه به يې راته راوړي، نو هغه دعا وکړه او دعا يې قبوله شوه، کله چې سليمان دهغې تخت له ځان سره نېږدې ځای پرځای شوی وليد ويې ويل: دغه زما د پالونکي پېرزوينه ده، تر څو مې وازمويي چې زه د هغه د نعمتونو شکر کوم او که يې ناشکري کوم؟ که چا د الله شکر واېستی؛ نو د شکر ګټه به يې ور ورسيږي، الله بې پروا دی، د بندګانو شکر يې هغه ته څه نه ورزياتوي، چا چې د الله له نعمتونو نټه وکړه او شکر يې ونه اېستی، بېشکه زما پالونکی د هغه له شکره غني او کريم دی، او د هغه له کرم څخه داده چې پر هغه چا يې غوروای ورکړی چې له نعمتونو يې نټه کړې ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 39 راتلونکې النمل • آیت 41