ويې ويل: هغې ته خپل تخت نا اشنا كړئ چې وګورو ایا پېژني يې، یا كېږي له هغو كسانو نه چې نه يې پېژني النمل ۲۷:۴۱ ⧉
تفسیر:
سليمان عليه السلام وويل: د هغې د پاچايۍ تخت له خپل پخواني حالت څخه ورته بدل کړئ چې وګورو: آيا هغه خپل تخت پېژندلی شي او که له هغو کسانو کيږي چې د خپلو شيانو پېژندګلوۍ ته لار نشي موندلی.