بلكې هغه ذات (بهتر دى) چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، نو هم مونږ په هغو سره د رونق (او ښايست) والا باغونه زرغون كړل۔، تاسو لپاره دا طاقت نشته چې تاسو د هغو (باغونو) ونې زرغونې كړئ۔، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې دوى یو داسې قوم دى چې (له الله سره د نورو) برابري كوي النمل ۲۷:۶۰ ⧉
تفسیر:
آيا چا چې آسمانونه او ځمګه پرته له مخکېنۍ بېلګې پيداکړي، ستاسو لپاره يې له آسمانه د باران اوبه را اورولې دي ای خلکو، پر هغو مو ښکلي او ښايسته باغونه را شنه کړي دي، چې تاسو د دغو باغونو ونې له هغه څخه د خپلې بې وسۍ له امله نه شوای را شنې کولای؛ نو الله هغه ذات دی چې دغه يې را شنه کړي، آيا دالله سره په دې کارونوکې بل شریک شته؟! نه، پس برابروي خالق دمخلوق سره غټ ظالمان دي.