Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 61 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 61 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


أَمَّنْ جَعَلَ الْأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلَالَهَا أَنْهَارًا وَجَعَلَ لَهَا رَوَاسِيَ وَجَعَلَ بَيْنَ الْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا ۗ أَإِلَٰهٌ مَعَ اللَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ 61
ترجمه:
بلكې هغه ذات (غوره دى) چې ځمكه يې د قرار (او ارام) ځاى جوړه كړې ده او د هغې په مینځ كې يې نهرونه جوړ كړي دي او د دې لپاره يې پاخه لوړ غرونه پیدا كړي دي، او د دوو سمندرونو په مینځ كې يې پرده پیدا كړې ده۔، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي النمل ۲۷:۶۱
تفسیر:
يا هغه څوک چې ځمکه يې محکمه ثابته وګرځوله چې پر هغه چا نه خوځيږي چې پرې اوسيږي، په هغې کې يې د ننه سيندونه پيداکړي چې بهيږي، غرونه يې د هغې لپاره محکموونکي ګرځولي او د دوو دريابونو ترمنځ يې - چې یو ترېو بل خوږ دی- خنډ پيدا کړی چې د مالګين پر خوږ د ګډېدو مخه نيسي ترڅو خراب نه شي چې بيا د څښلو وړ نه وي، آيا داسې لمانځلی له الله سره شتون لري؟! نه، بلکې ډیری د هغوی نه پوهیږي، که چېرې پوهېدلی؛ نو له مخلوقاتو څخه به يې هيڅوک له الله سره نه و شريک کړی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 60 راتلونکې النمل • آیت 62