بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور (او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانته نصیحت قبلوئ النمل ۲۷:۶۲ ⧉
تفسیر:
ایا هغه ذات چې د هغه چا دعا قبلوي چې په کار کې تنګي پرې راغلې وي او کار يې سخت شوی وي، له انسان څخه ناروغي، بې وزلي او داسې نور لرې کوي، په ځمکه کې مو ځينې د ځينو له يو کهول وروسته بل کهول ځای ناستي ګرځوي، آيا له الله سره بل کوم معبود داسې کولای شي؟! تاسو ډېر لږ پند او نصيحت قبلوئ.