بلكې هغه ذات (غوره دى) چې تاسو ته د وچې او سمندر په تیارو كې لاره ښیي او هغه ذات چې له خپل رحمت نه مخكې هواګانې لېږي، چې زېرى وركوونكې وي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ الله ډېر اوچت دى له هغو شیانو نه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي النمل ۲۷:۶۳ ⧉
تفسیر:
ایاهغه څوک چې د وچې په تيارو او د درياب په تيارو کې د نښو او ستوريو په درولو لار درته ښيي، څوک دی چې د داسې باران د نېږدې کېدو زيری ورکوونکي بادونه لېږي چې پر بندګانو يې رحمت وي، آيا له الله سره بل معبود شته چې داسې وکړي؟! پاک دی الله او سپېڅلی دی له هغه څه چې له مخلوقاتو يې هغوی ورسره شريکوي.