Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 64 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 64 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


أَمَّنْ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَمَنْ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۗ أَإِلَٰهٌ مَعَ اللَّهِ ۚ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 64
ترجمه:
بلكې هغه ذات چې اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به دغه (مخلوق) بېرته ژوندي كوي او هغه ذات چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي دركوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ ته (دوى ته) ووایه: تاسو خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتیني یئ النمل ۲۷:۶۴
تفسیر:
ایاهغه څوک چې د ميندو په رحمونو کې له يو پړاو وروسته د بل پړاو د پيدايښت پيل کوي، بيا يې را ژوندی کوي وروسته تردې چې مړ کړی يې وي، او څوک دی چې له آسمانه په باران ورولو روزي درکوي او له ځمکې د نبتاتوپه رازرغونولو روزي درکوي! آيا له الله سره بل کوم معبود شته چې دغه کار وکړي؟! ووايه ای رسوله! دغو مشرکانو ته: پر خپل شرک مو دليلونه راوړئ که چېرې تاسو په هغه دعوی کې رېښتيني یاست چې دا دعوی لرئ چې پرحقه ياست.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 63 راتلونکې النمل • آیت 65