ته (دوى ته) ووایه: هر هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په غیبو نه پوهېږي غیر له الله نه۔ او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا ژوندي كولى شي النمل ۲۷:۶۵ ⧉
تفسیر:
ووايه ای رسوله: کومې پرېښتې چې په آسمانو کې دي او کوم خلک چې په ځمکه کې دي هيڅوک هم پر پټو نه پوهيږي، خو يوازې الله هغه ذات دی چې پرې پوهيږي، او له الله پرته نور ټول څه چې په آسمانو او ځمکه کې دي پر دې هم نه پوهيږي چې کله به را پاڅول کيږي.