او كله چې په دوى (د عذاب) خبره ثابته شي (او قیامت رانژدې شي، نو) مونږ به دوى ته له ځمكې نه يوه دابّه (ژوندى خوځنده) راوباسو، چې له دوى سره به خبرې كوي، چې بېشكه خلقو به زمونږ په ایتونو یقین نه كاوه النمل ۲۷:۸۲ ⧉
تفسیر:
کله چې پر هغوی عذاب راشي او پر کفر او ګناهونو يې د ټينګار له امله عذاب پرې ثابت شي، او تر ټولو ناوړه خلک پاتې شي، هغوی ته به د قيامت په را نېږدې کېدو سره د لويو نښو څخه د يوې نښې په توګه له ځمکې يو ځناور را وباسو چې له هغوی سره به داسې خبرې کوي چې هغوی به پرې پوهيږي هغه دا چې خلکو زموږ پر نبي، زموږ نازل شوي آيتونه نه منل.