او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به له هر امت نه (د مشرانو) یوه ډله راجمع كړو، له هغو نه چې زمونږ د ایتونو تكذیب كوي، نو دوى به منع كولى (یوځاى كولى) شي النمل ۲۷:۸۳ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! در په ياد کړه هغه ورځ چې د امتونو له هر امت څخه به د هغوی له لويانو يوه ډله داسې کسان را غونډ کړو چې زموږ آيتونه يې درواغ ګڼل، لومړي به يې وروستيو ته وروګرځوو، بيا به حساب ته بوتلل شي.