Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 86 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 86 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


أَلَمْ يَرَوْا أَنَّا جَعَلْنَا اللَّيْلَ لِيَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 86
ترجمه:
ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه مونږ شپه پیدا كړې ده، د دې لپاره چې دوى په دې كې سكون (او ارام) وكړي او ورځ مو روښانه (ګرځولې ده) بېشكه په دغو كې خامخا ډېر دلیلونه (نښې) دی د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي النمل ۲۷:۸۶
تفسیر:
آيا دغه د بېرته را ژوندي کېدو درواغ ګڼونکي نه ويني چې موږ شپه څنګه ګرځولې چې هغوی په خوب کولو آرام پکې کوي، او ورځ مو روښانه ګرځولې چې پکې ويني، ترڅو خپلو کارونو خوا ته هڅه وکړي، بېشکه په دغه تکراري مرګ او له هغه وروسته را ژوندي کېدو کې د هغو خلکو لپاره څرګندې نښانې دي چې ايمان راوړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 85 راتلونکې النمل • آیت 87