او (یاده كړه) هغه ورځ چې په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نو سخت به ووېرېږي هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هغه څوك چې په ځمكه كې دي غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي او دوى ټول به دغه (الله) ته عاجزه (او ذلیله) راشي النمل ۲۷:۸۷ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! در په ياد کړه هغه ورځ چې په پوکي ګومارل شوې پرېښته د دويم ځل لپاره په ښکر کې پوکی وکړي؛ نو ټول هغه څوک چې په آسمانونو او ځمکه کې دي په وېره به ووېريږي پرته له هغه چا چې الله په خپله پېرزوينه له وېرې ژغورلي وي، او ټول د الله مخلوقات به هغه ته په دغه ورځ غاړه اېښودونکي سرټيټي راشي.