او څوك چې یوه بدي (شرك) راوړي، نو د دوى مخونه به په اور كې نسكور وغورځولى شي، (او ورته ویلى به شي) تاسو ته جزا نه دركولى كېږي مګر (جزا د) هغو عملونو چې تاسو به كول النمل ۲۷:۹۰ ⧉
تفسیر:
او څوک چې له کفر او ګناهونو سره راشي، هغوی لره به اور وي چې پړ مخې به پکې اچول کيږي، او د ترټنې او سپکاوي په ډول به ورته ويل کيږي: آيا تاسو ته له هغه څه پرته د بل څه سزا درکول کيږي چې په دنيا کې مو کوم کفر او ګناهونه کول؟.