Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 91 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 91 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هَٰذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِي حَرَّمَهَا وَلَهُ كُلُّ شَيْءٍ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ 91
ترجمه:
بېشكه ما ته حكم شوى دى چې يواځې د دې ښار د رب عبادت وكړم، هغه (الله) چې ده ته يې حرمت (عزت) وركړى دى او هر شى خاص د هغه لپاره دى او ما ته حكم راكړى شوى دى چې زه له مسلمانانو څخه شم النمل ۲۷:۹۱
تفسیر:
ای رسوله! هغوی ته ووايه: بېشکه ماته خو يوازې دا امر شوی چې د هغې مکې د پالونکي عبادت وکړم چې محترمه يې ګرځولې ده، چې په هغې کې به وينه نه توييږي، په هغې کې به پر هيچا ظلم نه کيږي، د هغې ښکار به نه وژل کيږي او د هغې ونې به نه پرې کيږي او همغه پاک ذات لره د هر څه واک دی، او ماته امر شوی چې الله لره له تسليمېدونکو او په پيروۍ له غاړه اېښودونکو شم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 90 راتلونکې النمل • آیت 92