Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 92 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 92 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


وَأَنْ أَتْلُوَ الْقُرْآنَ ۖ فَمَنِ اهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ ضَلَّ فَقُلْ إِنَّمَا أَنَا مِنَ الْمُنْذِرِينَ 92
ترجمه:
او داچې د قرآن تلاوت وكړم، نو څوك چې په نېغه لار روان شو، نو بېشكه هغه يواځې د خپل ځان د فايدې لپاره په نېغه لار ځي او څوك چې ګمراه شو، نو ته ووایه: زه خو يواځې له وېروونكو څخه یم النمل ۲۷:۹۲
تفسیر:
او ما ته دغه امر شوی چې پر خلکو قرآن ولولم، چا چې د هغه لارښوونه غوره کړه او پر هغه څه يې عمل وکړ چې پکې دي؛ نو د لارښوونې ګټه به يې ځانته ورسيږي، او څوک چې لار ورکی شو او له هغه څه يې مخ واړوی او نټه يې ترې وکړه چې په هغو کې دي او پر هغه څه يې عمل ونه کړچې پکې دي؛ نو هغه ته ووايه: بېشکه زه يوازې له وېروونکو يم چې تاسو د الله له عذاب څخه وېروم او لارښوونه زما په لاس کې نه ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 91 راتلونکې النمل • آیت 93