Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النمل — آیت 93 (پښتو) — ویډیو

النمل • آیت نمبر 93 (ټولې 93 آيتونه) • پښتو


وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ سَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ فَتَعْرِفُونَهَا ۚ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ 93
ترجمه:
او ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي، هغه به عنقریب په تاسو خپل دلیلونه (نښې) وویني، نو تاسو به هغه وپېژنئ او ستا رب له سره غافل نه دى له هغو كارونو نه چې تاسو يې كوئ النمل ۲۷:۹۳
تفسیر:
ای رسوله! ورته ووايه: الله لره د هغه پر هغو نعمتونو ستاينه ده چې نه شمېرل کيږي، الله به تاسو ته ستاسو په ځانونو، آسمان، ځمکه او روزۍ کې خپلې نښانې دروښيي، تاسو به يې داسې وپېژنئ چې پر حق باور کولو خوا ته به مو لارښوونه وکړي، ستاسو پالونکی له هغه څه بې خبره نه دی چې تاسو يې کوئ، بلکې هغه پرې خبر دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او تاسو ته به پرې جزا درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النمل • آیت 92 راتلونکې القصص • آیت 1