Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 10 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَىٰ فَارِغًا ۖ إِنْ كَادَتْ لَتُبْدِي بِهِ لَوْلَا أَنْ رَبَطْنَا عَلَىٰ قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ 10
ترجمه:
او د موسٰى د مور زړه (له صبره) بېخي خالي شو، بېشكه هغه قریب وه چې خامخا د ده اظهار وكړي كه چېرې مونږ د هغې زړه مضبوط كړى نه وى، د دې لپاره چې له باور كوونكو څخه شي القصص ۲۸:۱۰
تفسیر:
او د موسی عليه السلام د مور زړه له موسی پرته د دنيا له نورو ټولو چارو خالي شو؛ نو نه يې شوای زغملی، تر دې چې نېږدې وه چې له هغه سره د سخت تړاو له امله دا خبره ښکاره کړي چې هغه يې زوی دی، که چېرې يې موږ زړه نه وای ټينګ کړی او صبر مو نه وای ورکړی، تر څو پر خپل پالونکي له بروسه کوونکو مؤمنانو شي داسې چې پر پرېکړه يې صبر کوونکې وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 9 راتلونکې القصص • آیت 11