او د فرعون ښځې وویل: (دا هلك) زما او ستا د سترګو یخوالى دى، تاسو دا مه وژنئ، امېد دى چې دا به مونږ ته نفع راورسوي، یا به دا مونږ زوى ونیسو، په دې حال كې چې دوى نه پوهېدل القصص ۲۸:۹ ⧉
تفسیر:
کله چې فرعون د هغه د وژلو اراده وکړه مېرمنې يې ورته وويل: دغه هلک زما او ستا لپاره د خوښۍ سرچينه ده، مه يې وژنه، کېدای شي په خدمت کولو څه ګټه راورسوي او يا به يې په زوی ولۍسره زوی ونيسو، په داسې حال کې چې هغوی پر دې نه پوهېدل چې د هغوی د پاچايۍ حال به د هغه په لاس څرنګه ګرځي.