Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 8 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 8 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا ۗ إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا خَاطِئِينَ 8
ترجمه:
نو دى ال فرعون ومونده (او اوچت يې كړ) د دې لپاره چې (عاقبتًا) د دوى لپاره دښمن او غم شي، بېشكه فرعون او هامان او د دواړو لښكرې (دوى ټول) خطا كوونكي وو القصص ۲۸:۸
تفسیر:
هغې هغه څه ومنل چې موږ د موسی په صندوق کې اېښودلو او په درياب کې د غورځولو الهام ورته کړی و؛ نو د فرعون خلکو وموندلو او وايې خېستلو، تر څو هغه څه رامنځته شي چې الله غوښتي و، چې موسی به د فرعون دوښمن کيږي او د هغه په لاس به يې پاچايي له منځه وړي، هغوی ته غم جوړوونکی و، بېشکه فرعون د هغه وزير هامان او د هغوی دواړو مرستندويان د هغوی د کفر او سرکښۍ او په ځمکه کې د فساد له امله ګناهکار وو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 7 راتلونکې القصص • آیت 9