Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 7 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ أُمِّ مُوسَىٰ أَنْ أَرْضِعِيهِ ۖ فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي ۖ إِنَّا رَادُّوهُ إِلَيْكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ 7
ترجمه:
او مونږ د موسٰى مور ته وحي وكړه چې ته ده ته تى وركوه، نو كله چې په ده ووېرېدلې، نو دا په سیند كې وغورځوه او مه وېرېږه او غم مه كوه، بېشكه دا مونږ تا ته بېرته راوستونكي یو او مونږ دا له رسولانو له نه ګرځوونكي یو القصص ۲۸:۷
تفسیر:
د موسی عليه السلام مور ته مو په زړه کې دا خبره ورواچوله چې هغه ته تی ورکړي تردې چې کله له فرعون او د هغه له قومه د موسی پر وژلو ووېرېدلې؛ نو په صندوق کې يې واچوه او بيا يې د نيل په سیند کې وغورځوه، له ډوبېدو او له فرعون څخه د هغه په اړه مه وېرېږه، او مه د هغه د بېلتون له امله خپه کېږه، بېشکه موږ يې تاته ژوندی راګرځوونکي يو، او د الله له هغو رسولانو يې ګرځوونکي يو چې خپل مخلوق ته يې ليږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 6 راتلونکې القصص • آیت 8